د لوګر په مرکز او دوه ولسواليو کي امنيتي ځواکونو د يو شمیر مهمو او ستراتیژيکو سيمو پوستې له جګړې پرته پرېيښي چي له امله يې خلک اندېښمن دي.
خو بل لورته چارواکي بيا وايي، چي دغه پوستې د افغان ځواکونو او عامو خلکو د تلفاتو د مخنيوي په موخه پرېښودل سوي دي.
دغه پوستې په مرکز، بره کي برک او محمد اغې ولسوالۍ کي وې او اووه کاله وړاندي جوړي سوي وي.
د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي وويل، چي له ځينو سيمو څخه امنيتي پوستې پرته له فشار او جګړې څخه ايستل سوي دي.
د هغه په وينا، د ولايت په امنيتي غونډه کي پرېکړه وسوه چي د عامو خلکو د مرګ ژوبلي د مخنيوي په موخه دې له دغو سيمو څخه پوستي لرې کړاى سي.
بل لورته طالبانو هم د یادي موضوع پخلی کړی دی.
د دې ډلي وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چي، حکومت نه سو کولای، خپلي امنیتي پوستې وساتي او ورته اکمالات وکړي، نو ځکه ورنه طالبانو نیولي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون