د ملي اردو د یوې چولکي غورځیدو په پېښه کي اته تنه افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پروان ولایت امنیتي چارواکي وایي، چي یاده چورلکه د کوه صافي ولسوالۍ د مندیقول په سیمه کي د کوزېدو په حال کي غورځېدلي ده.
د چارواکو په وینا په دې پېښه کي اته تنه سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د پروان دوالي ویاند وایي، چي پېښه د تخنیکي ستونزو له امله رامنځته سوې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون