۱۷۰کډوال د مدیترانې په اوبو کي ډوب سوي دي

د ایټالیا حکومت ویلي چي تیره ورځ په مدېترانه کي یوه کښتۍ دوبه سوې چي ۱۲۰ کډوال پکښي سپاره وو.

د حکومتي چارواکو په وینا له دې ډلي یوازي ۳ کسه یې ژغورل سوي او پاته نور ډوب سوي دي.

بل پلو د اسپانیا د حکومت چارواکو هم ویلي چي په اوبو کي یې د کډوالو یوه کښتۍ لا درکه سوې ده.

ددوی په وینا ډېر احتمال سته چي دغه کښتۍ هم ډوبه سوې وي. په دې کېښتۍ کي تر ۵۰ پوري کسان سپاره وو چي تر دې دمه یې درک نه دی لګیدلی. د کډوالو عالي کمیشنرۍ بیا وايي چي په تیرو دوو ورځو کي ټولټال ۱۷۰ کډوال چي تر ډیره د افریقايي هېوادونو او سوریې اوسېدونکي وو ډوب سوي دي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...