په مکسیکو کي چاودني سلو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د راپورونو له مخي په مکسیکو کي د تېلو یوې نللیکي چاودنه کړې ده چي تر سلو پورې کسان یې مړه او ټپیان کړي دي.

حکومتي چارواکي وايي، د تېلو نللیکه په یوه برخه کي زیانمنه سوې وه او خلک د تیلو د اخیستو په موخه ورغلي وو.

د چارواکو په خبره، دوی غوښتل له دې برخې تیل واخلي، چي ناڅاپه نللیکي چاودنه کړې ده او په پیښه کي ۲۰ کسه وژل سوي او تر اتیا پورې نور ټپیان دي.

د دې نللیکې د چاودني اصلي لامل نه دی روښانه سوی.

د مکسیکو د تېلو د استخراج او تصفیې ملي شرکت بیا وايي چې دغه چاودنه له نللیکي د تیلو له غلا سره مستقیمه اړیکه لري.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...