د هسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۰مي اونۍ لوبو څخه پرون شنبه ریال ماډریډ د سویا فوټبال لوبډلي کوربتوب په سانتیاګو برنباوو لوبغالي کي وکړ، چي لوبه ۲ ګولونه پر ۰ ریال ماډریډ وګټله.
د ریال ماډریډ لپاره په یاده لوبه کي کاسمیرو په ۷۱یمه او لوکاموډریچ بیا په ۹۰یمه دقیقه کي ګولوهني وکړې.
ریال ماډریډ د یادي لوبي په ګټلو سره خپلي نمرې ۳۶ ته پورته کړې.
ددې لیګ په نورو لوبو کي پرون اتلاتیک ماډریډ ۳ ګولونه پر ۰ هیوسکا ته او والینسیا بیا ۲ ګولونه پر ۱ سلتاویګو ته ماته ورکړه.
د لالیګا لیګ ددې اونۍ په نورو لوبو کي بیا نن یکشنبه ماپښین ۳:۳۰ بجي ریال بیټیس د جیرونا سره، ماښام ۷:۴۵ بجي ویاریال د اتلاتیک بلباوو سره، ماخستن ۱۰ بجي رایو والیکانو د ریال سوسیداد او لوانته د ریال والاډولیډ سره، خو نن یکشنبه ماخستن ۱۲:۱۵ بجي بیا بارسلونا د لیګانیس فوټبال لوبډلي سره لوبیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون