د کوټي ختیځ ته لورالایي کې د پاکستان پر پوځي مرکز برید کې څلور پوځیان وژل سوي او څلور نور ټپیان دي.
ځايي چارواکي وايي، برید تیره شپه د لورالايي ښار پر پوځي مرکز سوی دی.
د راپورونو له مخي، له برید وروسته تر نن سهاره پوري د پاکستاني پوځیانو او بریدګرو تر منځ ډزي رواني وې.
راپورونه وایي، دوو بریدګرو پیل کي په ځانونو پوري تړليو چاودیدونکو ته چاودنه ورکړه او دوه بریدګر له امنیتي ځواکونو سره ډزو کي وژل سوي دي.
د برید پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستي خو دا ډول بریدونه تل د بلوڅ بیلتون غوښتونکو لخوا کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون