د ولسي جرګي په ټاکنو کي معترض نوماندان وايي، که یې ږغ وانه وریدل سي ولسمشریزو ټاکنو ته به اجازه ورنه کړي

راپور: محمد یار مجروح

په کندهار کي له هغي ورځي راهیسي چي د ولسي جرګې ټاکني سوي، نوماندان د ټاکنو او شکایاتو کمېسیونونه په پراخو درغلیو تورنوي.

له لومړنیو پایلو څخه یو شمیر پاته نوماندانو نن یو ځل بیا دیوې غونډي پر مهال له مرکزي ادارې وغوښتل چي په ټاکنو کي دي یوازي دبایومټریک سوې رايي حساب سي او د درغلیو مخه دي ونیول سي.

معترض نوماندان وايي، په تیرو ټاکنو کي پراخه درغلي سوې خو که يې مرکزي اداره ږغ وانه وري، ولسمشریزو ټاکنو ته به په کندهار کي اجازه ورنکړي.

معترضو نوماندانو همدارنګه تیره اونۍ په کندهار کي د ټاکنوکمېسیون دپراخو درغلیو په تور وتړی.

د یادي غونډي پر مهال یوشمیر دیني عالمانو او قومي مشرانو هم د ټاکنو پر مرکزي ادارې ږغ وکړ چي د بایومټریک سوو رایو پر بیا شمیرنه دي غور وکړي.

دوی وویل د کندهار خلګو د ټاکنو  په ورځ قربانې ورکړې او د ټاکنو کمېسیون دي يې ږغ واوري.

معترض نوماندان وايي، د ټاکنو اوشکایاتو کمېسونونو د پیسوپه بدل کي له یو شمیر نوماندانو سره معامله کړې.

دوی ادعا کوي چي د شکایاتو کمېسیون په کندهار کي نژدې ۴۵۰ شکایتونه ثبت کړي خوته اوسه يې هیڅ یوه ته هم رسیدګي نده کړې.

خو د ټاکنو او شکایاتو کمیسیونو  بیا دغه ډول ادعاوي همیشه رد کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...