شمالي کوریا امریکا ته خبرداری ورکړی

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون امریکا ته خبرداری ورکړی چي که واشنګټن هغه ژمنه چي د نړیوالو پر وړاندي یې کړې عملي نه کړي او پر دې هیواد د بندیزونو پر لګولو ټینګار وکړي، نو شمالي کوریا به له امریکا سره په اړیکو کي نوی لوری ولټوي.

کېم دا خبره د نوي میلادي کال د پیل په مناسبت په خپاره کړي بیان کي کړې ده.

نوموړي تیر کال په سنګاپور کي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خپله لیدنه ستایلي او ویلي یې دي، په دې لیدنه کي ګټوري خبري وسوې او رغوونکي نظریات تبادله سول.

نوموړي زیاته کړې، چمتو دی چي هر وخت د امریکا له ولسمشر سره بله لیدنه وکړي، خو له امریکا یې غوښتي چي له جنوبي کوریا سره د خپلو شریکو پوځي تمریناتو ځنډ وغځوي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...