ټرمپ وایي، د شمالي کوریا له ولسمشر سره به ډیر ژر وګوري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي کیم جونګ اون ژمنه کړې چي هېواد به یې له دې وروسته اټومي وسلې نه ازمويي او نه به یې په تولید لاس پوري کوي.
دده په خبره شمالي کوریا که له اټومي فعالیتونو لاس واخلي نو په سیمه کي په یوه اقتصادي پوتانشیل د بدلېدو وړتیا لري.
ټرمپ ویلي چي دی به هم ځان تیار کړي څو د شمالي کوریا له ولسمشر سره وګوري.
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ټرمپ ته په یوه لیک کي لیکلي وو، چي غواړي د اټومي مسایلو په اړه ورسره له نږدې خبري وکړي.
تر دې وړاندي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چي د کیم جونګ اون او ټرمپ د بیا ځلي لیدني لپاره هڅي رواني دي.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...