راپور: عبدالله عادل
د یولسم پړاو اي پي ایل IPL د تیري شپې په لوبه کښي د کلکتې لوبډلي لوبډلمشر دنيش کارتيک د لوبي پچه وګټل او د توپ اچوني پرېکړه يې وکړه او بنګلور لوبډله یې توپ وهني ته دعوت کړه.
بنګلور لوبډلي په خپل کور کي د ویرات کولي د ۶۸ ناسوځېدلو منډو په مټ کلکتې ته د ۱۷۶ منډو هدف ورکړ.
یاد هدف د کلکتې لوبډلي د لوبي په وروستي اوور کي د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړه.
د کلکتې لپاره کريس لين او سنيل ناراين چټک پيل وکړ، خو د لوبي په اووم اوور کي باران شروع سو چي د ۴۰ دقيقو لپاره لوبه ودرېدل.
د لوبڅارانو د پرېکړه پر اساس اورونه او منډي راکمي نه سوې.
بالاخره کريس لين چي د لوبي له پيله تر وروستي اوور پوري ناسوځېدلی پاته سو په ۵۲ توپونو يې ۶۲ منډي وکړې او خپلي لوبډلي ته يې بريا ور په برخه کړه.
په دغه ماتي سره د بنګلور لوبډلي په دې سياليو کي خپله ۵مه لوبه هم وبايلل چي د جدول ۷ اوومي کرښي ته کښته سوه او کلکتې بيا د ۴ لوبو په ګټلو سره د جدول ۴ کرښه خپله کړه.
کریس لين د ښکلي توپ وهني له امله د لوبي غوره لوبغاړی اعلان سو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون