د کندهار ولایتي شورا وايي، د جکړې دواړه لوري دي د خبریالانو ژوند ته پام وکړي

راپور: محمد یار مجروح

د ولایتي شورا مسٔوولین وايي، وسلوال مخالفین او افغان حکومت  دي د خبریالانو ژوند ته پام وکړي، ځکه خبریالان په کوم طرف پوري اړه نلري.

یاد مسٔوولین زیاتوي، چي حکومت دي په کندهار کي د وژل سوي خبریال عبدالمنان ارغند قاتلین د قانون منګلو ته وسپاري.

د کندهار ولایتي شورا وايي، افغان حکومت او وسلوال مخالفین دي د خبریالانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

د کندهار د ولایتي شورا ریٔس سیدجان خاکریزوال وايي، افغان حکومت دي د خبریالانو د ژوند ساتني ته پام وکړي تر څو په ټولنه کي په ډاډه زړه کار وکړي.

د ده په خبره خبریالان بې طرفه دي او په کوم لوري پوري اړه نلري، نو وسلوال مخالفین دي هم د جکړې پر مهال د خبریالانو ژوند ته پام وکړي.

د ولایتي شورا رئیس سیدجان خاکریزوال همدا راز  په کندهار کي د کابل نیوز د خبریال عبدالمنان ارغند وژنه په کلکه غندي.

ده عبدالمنان ارغند یو ریښتنی خبریال وباله او له افغان حکومته يې وغوښتل چي د هغه قاتلین دي ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګلو ته دې وسپاري.

د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند تېره چهار شنبه په کندهار کي د نامعلومو کسانو له خوا شهید کړل سو.

د کندهار خبریالان وايي، تر هغه وخته طالبانو او حکومت ته منسوب خبرونه نه خپروي تر څو چې د عبدالمنان ارغند وژونکي نیول سوي نه وي او د خبریالانو د ژوند د خوندیتوب ډاډ نه وي ورکړل سوی.

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړې اداره «نی» وايي، چي په ګډ حکومت کي د خبریالانو پر وړاندي تاوتریخوالی تر پخوا زیات سوی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...