د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چي غواړي د ایران د خامو تیلو صادرات تر هغه حده چي نړیوال مارکېټ اجازه ورکوي ژر تر ژره سفر ته را ټیټ کړي.
هغه پرون د تکزاس ایالت په هاسټن ښار کي د تیلو د تجارانو غونډي ته وویل، د ټرمپ له حکومت سره همکاري کوي څو د هغه په بهرني سیاست کي ګټور اقدامات بریالي کړي.
په ۲۰۱۵ میلادي کال کي کله چي ډونالډ ټرمپ واک ته ورسید له له ایران سره د نړیوالو قدرتونو له هوکړې ووتی.
امریکا له دې موافقي تر وتلو وروسته هغه بندیزونه چي لیري کړل سوي وو، له سره پر ایران ولګول.
د خامو تېلو صادرات د ایران د اقتصاد ستره تمویلونکي سرچینه بلل کېږي او د امریکا فشارونه یې زیانمنولای سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون