وروسته له هغه چي طالبانو په دوحه کي له امریکایي لوري سره خپلي شپاړس ورځنۍ خبري پر دې پای ته ورسولي چي نور به له ترهګرو ډلو سره اړیکه پرې کوي او پر وړاندې به یې مقاومت کوي اجراییه رییس ظاهراً له دې پرېکړې خوښ ښکاري.
هغه په ارګ کي د عبدالعلي مزاري په ۲۴مه تلین غونډه کي د خبرو پر مهال وویل، که د طالبانو او امریکا ترمنځ وروستۍ هوکړه چي ګویا طالبان به نور له ترهګرو ډلو سره اړیکه پرې کوي رښتیا وي دوی ترې هرکلی کوي او یو نیک اقدام یې ګڼي.
نوموړي زیاته کړې دا پرېکړه تر یوه حده د افغانستان ستونزي حلولای سي.
نوموړی دا خبري وروسته تر هغه کوي چي په قطر کي د طالب او امریکایي پلاوي ترمنځ اوږدې خبري پرون پر دوو مواردو پای ته ورسیدې چي یو یې د بهرنیو ځواکونو وتل او بل هغه یې له ترهګرو سره د طالبانو د اړیکو پرېکول وو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون