پخواني ولسمشر حامد کرزي په قطر کي د طالب او امریکایي پلاوي ترمنځ خبرو کي له سویو پرمختګونو هرکلی کړی دی

 د نوموړي له مطبوعاتي دفتره په خپره سوې اعلامیه کي راغلي، پخوانی ولسمشر د دوحې خبرو کي له سویو پرمختګونو د هرکلي ترڅنګ له ښکیلو لوریو غواړي چي له جګړو لاس پر سر او په هېواد کي د رواني اوږدې جګړې د ژر دریدو په موخه هر اړخیز اروبند وکړي.

هغه دغه راز له افغان حکومت نه هم غوښتنه کړې چي د ښه نیت په موخه هغه زندانیان له بنده ازاد کړي چي د طالب په نامه په بندخونو کي شپي ورځي سبا کوي. اعلامیه کي وړاندي راغلي، حامد کرزی هیله لري چي دا خبرې به په هېواد کي د ملي حاکمیت لپاره یوه ښه پیلامه واوسي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...