که طالبان او افغان حکومت مخامخ خبري پيل نه کړي، ښايي د سولي ټولي هڅي په اوبو لاهو سي.
واشنګټن ایکزماینر په خپله یوه اوږده مقاله کي د افغانستان سولي ته کتنه کړې ده.
سرچینه زیاتوي امریکا له طالبانو سره مهم او هر اړخیز بحثونه لرلي دي، خو تر دې دمه دغه هوکړو او بحثونو ته هیله نه ده په کار.
په مطلب کي راځي په افغانستان کي ډیری مسایل ان په وروستیو دقیقو کي له منځه تللي دي او ډېرې هوکړې ان تر لاسلیک وروسته بې عمله پاته سوې دي.
سرچینه کاږي د افغانستان د سولي د راتګ تر ټولو مهم اصل هم دا دی، چي طالبان او افغان حکومت له یو بل سره خبرې وکړي او د واضح، اوږدو او هر اړخیزو خبرو پر مټ په افغانستان کي روانې جګړې ته د پای ټکی کښېږدي.
واشنګټن ایکزماینر اندېښنه ښيي، چي که طالبان یا افغان حکومت مخامخ خبرو ته حاضر نه سي او له یو بل سره منطقي خبري و نه کړي، ښايي د سولي ټولي هڅي په سیند لاهو سي. نشریه وايي ددې لپاره چي افغانستان یو ځل بیا د جګړو په ډګر بدل نه سي، دا تر ټولو معقوله لار ده، چي دواړه لوري نرمښت وښيي او مخامخ مذاکرات پيل کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون