امریکا عراق کي د ايران پر لاس وهنو انديښنه ښودلي

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي، براین هوک ویلي، ایران هڅه کوي په عراق کي خپل نفوذ ډیر کړي.

نوموړي عراق ته د حسن روحاني پر وروستي سفر هم نیوکي کړي دي او وايي ددغه سفر پلټنه باید وسي.

براین هوک ایران تورن کړی دی، چي په عراق کي د فرقه يي جګړو تر شا لاس لري او هڅه کوي د شعیه ګانو په ملاتړ په دغه هېواد کي لاس وهنه وکړي او عراق کي خپل نفوذ پراخ کړي.

دده په خبره په عراق کي د ایران لاسوهني او وروستۍ مداخلي د زغملو نه دي.

ایران بیا په دې اړه غبرګون ښودلی دی او وايي، چي دوی د عراق استقلالیت ته درناوی لري او ددغه هېواد په چارو کي یې هېڅ راز لاسوهنه نه ده کړې.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...