برازیل کي وسله والو پر یوه ښوونځۍ برید کړی او ۲۱ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده

د راپورونو له مخي وسله والو مخونه پټ کړي وو او د زده کوونکو تر وژل کېدو وروسته یې ځانونه هم وژلي دي.

په پېښه کي ۹ زده کوونکي او د ښوونځۍ دوه کارکوونکي وژل سوي دي.

تر څنګ یې لس کسه نور په دې پېښه کې ټپیان دي. د برازیل حکومت ویلي، د برید کوونکو اصلي موخه نه ده روښانه شوې خو په اړه یې تحقیقات کوي. دا پېښه داسې مهال کېږي چې د برازیل اوسني ولسمشر په دغه هېواد کې وګړو د وسلې ورکولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کړې دي. له دې سره سم په دغه هېواد کې د وسله والو بریدونو خبرونه هم ډېر شوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...