عطا محمد نور: نوی امنيه قومندان نه پريږدم ،مزاريان د کاربنديز وکړي

عطا محمد نور له خلکو غوښتي چي په مزار شریف ښار کي کار بندیز وکړي.

ولسمشر غني د یوه فرمان له لاري د بلخ ولایت لپاره عبدالرقیب مبارز د امنیه قومندان په توګه ګومارلی دی، خو عطا محمد نور د پخواني امنیه قومندان اکرم سامع ملاتړی دی.

اکرم سامع هم د ولسمشر پرېکړه نه مني او وايي چي خپلي دندي ته به ادامه ورکوي.

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور بیا د مزار شریف ښار له ځايي اوسیدونکو غوښتي، چي د ولسمشر ددغه پریکړي پر وړاندي دي ودرېږي او په ښار کي دي کار بندیز وکړي.

دده په وینا ولسمشر توطئې جوړوي نو ولس ته په کار ده چي پر وړاندي یې مقاومت وکړي.

افغان حکومت تر دې دمه ددغه لیري کړل سوي والي د څرګندونو او د بلخ د امنیه قومندان پر مقاومت غبرګون نه دی ښودلی. بلخوا ویل کیږي چي نوی امنیه قومندان د پولیسو د ځانګړې قطعي د سرتېرو په ملتیا مزار شریف ښار ته روان سوی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...