امريکايي ځواکونو د روزګان په مرکز ترينکوټ ښار کي د افغان ځواکونو پر يوه قرارګاه هوايي بريد کړى دی

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چي د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله،  وويل چي دغه بريد د شپي لس بجې د ترينکوت ښار اړوند د کارېز په سيمه کي د فکرمند غونډۍ پر قرارګاه سوى دى.

سرچينې زياته کړې چي په بريد کي يو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره يې ورته نه وه معلومه.

د روزګان د ولايتي شورا مرستيال عبدالکريم کريمي وايي چي په دې قرارګاه کي ملي اردو او پوليس دواړه مېشت دي.

هغه زياته کړه چي د امريکايي ځواکونو په دغه بريد کي پنځه د ملي اردو سرتېري وژل سوي او لس نور ټپيان دي.

د ترينکوټ د ملکي روغتون يوې سرچينې رسنیو ته وويل چي له يادې پېښې ورته د سرتېرو درې ټپيان ور وړل سوي چي د يوه روغتيايي حالت ښه نه دى.

د ملي دفاع وزارت وياند قيس منګل ياده پېښه او ملي ځواکونو ته اوښتې مرګ ژوبله تاييد کړه.

خو هغه زياته کړه چي مرګ ژوبله پوليسو ته اوښتې ده، نه د ملي اردو سرتېرو ته.

په کابل کي د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر پېښه تاييد نه کړه، خو وايي چې په دې اړه پوښتنه کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...