پوتین: تیار یم چي د اړیکو جوړولو په موخه له ټرمپ سره وګورم

پوتین ویلي تیار دی چي له ټرمپ سره د اړیکو جوړولو په اړه خبري وکړي.

پوتین ټرمپ ته د کرسمس د مبارکۍ له کبله په یوه استولي لیک کي ویلي، روسیه تیاره ده، چي له امریکا سره خپلي اړیکي سمي کړي.

د پوتین په خبره دی تیار دی، د هغو مسایلو په اړه له ټرمپ سره خبري وکړي چي له کبله یې د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکي ترینګلي سوي دي.

نوموړي ویلي چي د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکي پر ټولو نړیوالو مسایلو اغېز لرلای سي نو ښه به وي چي دواړه هېوادونه خپلي اړیکي سره سمي کړي.

د امریکا او روسیې ترمنځ له کلونو راهیسي اړیکي ترینګلي دي.

ټرمپ غوښتل چي د اقلیمي بدلون په کنفرانس کي له پوتین سره وګوري، خو وروسته له دې کار په شا سو.

سپینې ماڼۍ تر دې دمه د روسيې ددغه غوښتني جواب نه دی ویلی.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...