د رسنیو د راپورونو له مخي د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ټرمپ ته لیک استولی او په لیک کي پر دې خبري سوي چي راتلونکی میلادي کال باید د شمالي کوریا د اټومي پروګرام خبري ادامه پيدا کړي.
ویل کیږي چي کیم جونګ اون دغه لیک په جنوبي کوریا کي خپل کوریایي سیال ته لیږلی دی او هغه بیا ټرمپ ته استولی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او همدا راز په جنوبي کوریا کي د امریکا سفارت ددغه لیک په اړه معلومات نه دي ورکړي.
له څه مودې راهیسي د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ اټومي مذاکرات په ټپه ولاړ دي او کیم جونګ اون په خپل نوي لیک کي له ټرمپ غوښتي چي دغه مذاکرات باید په نوي میلادي کال کي ادامه پيدا کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون