میلاد حمیدي
د والي وياند عطاءالله خوګیاڼی وايي، د اچین ولسوالۍ مامند درې په شلخي کلي کي د صفر دوه ځواکونو له لوري تیره شپه هوایي او ځمکني عملیات ترسره سوي، چي په ترڅ کي د داعش ډلي د استخباراتو مسؤل او یو شمیر قوماندانانو په ګډون ۲۷ داعشیان ووژل سول او د دوی څلور مهم مرکزونه تخریب سوي .
نوموړى زياتوي په وژل سوو کسانو کي د داعش ډلي د استخباراتو مسؤل صدیق یار اورکزی، په اچین کي د جګړې مسؤل سعید عمر، شاهد او حادیه اورکزی هم شامل دي.
دی زياتوي په ترسره سوو عملیاتو کي ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .
داعش ډلي په دې تړاو څه نه دي ويلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون