د هېواد په شمال کي د کرني وزارت د بڼوالۍ ملي پروژې مسٔوولین وایي، چي د بڼوالۍ د ودې او حاصلاتو د ډېرولو په موخه غواړي په شمال زون کي څلور زره جرېبه د میوې باغونه رامنځ ته کړي.
د مسٔوولینو په خبره تر څنګ به یې د پستي ۲ زره جرېبه باغونه هم رامنځ ته سي.
په شمال زون کي ددغه پروژې مسٔوول فهیم جباري وایي د بڼوالۍ د ودې په موخه یې د ډول ډول میوو او پستې د شپږ زره جرېبه باغونو په ایجاد لاس پوري کړی دی.
دده په خبره دغه باغونه به د شمال زون په څو ولایتونو کي ایجاد سي.
بل پلو د بلخ د کرني رییس سالم ساعي وایي چي دوی هم په دغه ولایت کي د زر جرېبه باغونو د ایجاد پلان لري.
دده په وینا په خزاني پلان کي به میلیونونه نیالګي د بلخ ولایت په څو ولسوالیو او مرکز کې کښېنول سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون