((له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل به طالبان پر ځان باوري کړي))

 په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه پخواني قومندان سټانلي مک کرېستال ویلي، له افغانستان د نیمايي ځواکونو ایستل به د امریکا او افغان حکومت لپاره زیانونه ولري.

دده په خبره دغه چاره به طالبان پر دې باوري کړي، چي دوی جګړه ګټلای سي او په دې توګه به د سولي لپاره ددوی رامنځ ته سوي انګیزه له منځه ولاړه سي.

نوموړي پر ټرمپ نیوکه کړې چي په دغه ډول مسایلو کي رښتینی نه دی او خلکو ته دروغ وايي.

مک کرستال وايي امریکا اړ ده، چي د ثبات تر راتګ پوري د افغانانو تر څنګ ودرېږي او په دغه ډول بې وخته څرګندونو باندې هلته د سولې او سیاسي حل هڅو ته زیانونه وا نه ړوي.

مک کرېستال دغه خبرې د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د خپرو سوو راپورونو په غبرګون کي کړي دي.

څه موده وړاندي داسې راپورونه خپاره سول، چي ښایي ټرمپ له افغانستان خپل نیمايي ځواکونه وباسي.

دغه کار په هیواد کي له تاوده هرکلي سره مخ سو، خو سپينه ماڼۍ وايي چي ټرمپ تر دې دمه په رسمي توګه د سرتیرو د ایستلو امر نه دی کړی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...