په دې سیالیو کی د کندهار ښار او ولسوالیو څخه ۲۹۸ لوبډلو ګډون کړی و، چي په لومړي پړاو کي يې ۷۰ لوبډلو د ښار څخه ګډون کړی و، وروستۍ لوبي ته د اڅکزي کاروان او سباون کرکټ لوبډلو لاره پيدا کړې وه.
په وروستۍ لوبه کي پچه سباون لوبډلي وګټله خپله یې لومړی توپ وهنه پیل کړه سباون لوبډلي په ټاکل سوي اورونو کي ۱۱۳منډي هدف سیالي لوبډلي ته ورک، چي پکښي سباون لوبډلي لخوا څخه حمید خان ۴۰ منډي وکړې.
اچکزی کاروان لخوا څخه نظام خان او محب عدیل ۳ ، ۳ لوبغاړی وسوځوله.
د پایلوبي غوره لوبغاړی د اڅکزي کاروان لوبډلمشر امان الله سو، نوموړي د خپلي لوبډلي په ګټه ۵۵ منډی وکړې.
اڅکزي کاروان لوبډلي وکولای سوه چي پایلوبه خپل په نوم کړي او د ددې ټورنمینټ لومړی مقام يې خپل کړ او سباوون لوبډلي بیا دوهم مقام خپل کړ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون