په بغلان کي مېشت کوچیان وايي، یو شمیر نوماندان هڅه کوي چي ددوی رايي باطلي کړي

راپور: نورګل اندړوال

بغلان کې دکوچیانو سرخیلان دیوې خبري ناستي پرمهال وايي، چي یو شمیر کوچي نوماندانو چي له دې ولایت څخه یې رایه نه ده اخیستې په دې هڅه کي دي چي یوشمیر د رایې په مرکزونو کي دبایومټریک دنه کاریدو او یاپه دي ادعا چي دلته دځانګړو نوماندانو په ګټه درغلۍ  سوي کارول سوې  رایي باطلي کړي.
کوچیان وايي، دټاکنوکمیسیون کارکوونکي وړتیا نه درلوده چي بایومټریک څه ډول وکاروي او څنګه د رایې مرکزونو ته ځانونه حاضر کړي چي اوس دي کي ګرم دوی نه دي.
بغلان کي د کوچیانو خبرداری افغان حکومت او په لوړه کچه دهیواد دټاکنوکمیسیون ته دا دی چي که رایې  یې توري اعلان کړي ، بغلان کي به دکوچیانو آمریت دروازه وتړي ، خپلي پيژند پآڼي به لمنځه یوسي ، راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو کي به رایه ورنه کړي او په مدني حرکتونو به لاس پوري کړي.
دبغلان کوچیان هغه ادعاګاني بې اساسه بولي چي ګني دلته دي د ځانګړو نوماندانو په ګټه درغلۍ سوې وي او یادي چاته دکمیسیون دکارکوونکو له لوري رایه ورکول سوي وي  بلکي ادعا کوي چي زرګونه سټېکر کړي پيژندپاڼي یې له دې امله په لاس کي پاته اورایه یې نه ده ورکړې چي  د رایې مرکزونه ځيني کوچي میشته سیمو ته نه و تللي.
ټاکنیزکمېسیون بیا وايي ټولي هغه بایومټریکه رایې هم سمي دي چي نوملړکي د رایه ورکوونکونومونه شتون ولري .

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...