د افغانستان د خلاصون لار شورا وايي، د ټولو ولایتونو د څلور زره اوسیدونکو په منځګړتوب به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولي د خبرو اترو زمينه برابره کړي

د دې شورا مشر او پخواني طالب چارواکي سيد اکبر اغا دا څرګندوني د لغمان ولايت مرکز مهترلام ښار کي د ديني عالمانو او قومي مشرانو په يوه غونډه کي وکړې.

هغه په روسيه کي د افغان سولي په تړاو د جوړې سوي غونډي هرکلی او ملاتړ وکړ او ويې ويل چي دا ډول غونډي کولای سي د سولي خبرو ته دروازې خلاصه کړي.

نوموړي وويل، د داخلي او بهرنیو حکومتونو پر ځای د ولسونو هڅي د سولي په برخه کي اغیز لرونکي دي او ټينګار کوي چي له وسله والو طالبانو سره بايد د بنديانو د خلاصون او د ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو د پرانيستلو په تړاو هم خبرې وشي.

سيد اکبر اغا وايي، له وسله والو طالبانو سره يې هم د افغان حکومت اړوند بندیانو د خلاصون، دبندیانو د تبادلې او د دوی تر واک لاندې سیمو کي د تړلو ښوونځيو او روغتیايي مرکزونو د خلاصون په اړه خبري کړي دي.

د يادولو ده چي د افغانستان د خلاصون لاري شورا شاوخوا څلور کاله وړاندي د پخواني طالب چارواکي سید اکبر اغا په مشرۍ فعاليت پيل کړی او اوس مهال يې د هېواد په ګڼ شمیر ولايتونو کي دفترونه پرانيستي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...