د ځايي چارواکو په وینا، شدید باد، ګرمه هوا او ګڼ ځنګل ددې لامل سوی، چي له دې اورلګېدنې زرګونه کورنۍ زیانمنې سي. تر ۶۰۰ ډېر کورونه د اور لمبو سوځلي دي او زرګونه کسان یې اړ کړي چې خپل کورونه پرېږدي.
چارواکي وايي په ځينو سیمو کي لا هم اورلګېدنه سته ده او هڅه کېږي د اور د پرمختګ مخه ونیول سي.
ټول ټال شپاړس کسان د اورلګېدني په اوږدو کي لادرکه وو، چي له دې ډلي یوازې ۹ کسه یې پیدا سوي او اووه نور لا هم لادرکه دي. چارواکو له زیانمنو سره د عاجلو مرستو د ترسره کولو ژمنه کړې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون