وسله والو طالبانو په کندهار کي د سړک جوړوني د شرکت له ۴۳ یرغمل سویو کاریګرو څخه ۱۳ تنه يې نن خوشي کړي

خو لا هم ۳۰ تنه د وسله والوطالبانو په بند کې دي.

د سړک جوړوني د یاد شرکت ۴۳ کار کونکي پوره یوه میاشت مخکي د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کي وسله والو طالبانو یرغمل کړه.

د افغان صداقت په نوم د سړک جوړوني د شرکت مسئولین وايي، چي د دوی کار کونکي د ډیورنډ کرښي پاکستاني لور ته د ګلستان په سیمه کي ساتل کیده.

یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چي ۱۳ تنه خوشي سوي کاریګر نن سهار وختي د ډیورنډ کرښي څخه افغاني لوري ته را اوښتي او د ځايي ولسي مشرانو سره اوس د سپین بولدک پر لوري د تګ په حال کي دي.

د افغان صداقت په نوم د سړک جوړوني د شرکت مشر حاجي غوث الدین وايي، چي خوشي سوي ۱۳ کسان روغ رمټ دي او ژر به له خپلو کورنیو سره یو ځای سي.

نوموړي هیله وښودل چي پاته ۳۰ کسان به هم وسله وال خوشي کړي.

د کندهار مطبوعاتي دفتر وايي، چي د ولسي مشرانو او دیني عالمانو یوې جرګې په دې برخه کي کار کړی چي دوی يې د هڅو ستاینه کوي.

خپله وسله والو طالبانو پدې اړه څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...