د ننګرهار ولایتي شورا د دې ولایت اوسنی حالت د اندیښنې وړ بولي

راپور: میلاد حمیدي

دوی د وروستیو پېښو په تړاو یوې خبرې ناسته ته وویل، که مرکزي حکومت پاملرنه ونه کړي، حالت به نور هم خراب سي.

خو ځایي مسٔوولین بیا د حالتو د ښه والي ډاډ ورکوي.

دوی وایي، هغه څېرې د نا امنه ښودلو څخه وایي، چي ګټي یې په خطر کي دي.

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کي د وروستیو نا امنیو په تړاو یوې خبرې ناستې ته د ولایتي شورا وکیلانو وویل، چي دلته حالت ورځ تر بلي په خرابېدو دی او ځایي چارواکي یې په کنټرول کي نه دي بریالي.

دوی وایي، که  پاملرنه ونسي ستونزي به نور هم زیاته سي.

وروستۍ پېښه تېره ورځ د ښار په دریمه ناحیه کي د قابلوګاني په یوه روزنتون ډلیز برید وو چي یو شمېر کسانو ته پکښي مرګ ژوبله واوښته.

خو ځایي مسٔوولین بیا د خپلو لاسته راوړنو وايي، او زیاتوي لیرو پرتو سیمو کي يې وسله والي ډلي ځپلي نو ځکه یې تمرکز پر ښار زیات کړی.

ددې ولایت امنیه قوماندان وایي، حالت دومره هم خراب نه دی لکه څرنګه چي فکر کېږي .

د ولایتی شورا رئيس وایي، ډېر ژر به مسٔوولین ولایتي شورا ته وبولي او د روان حالت په تړاو به ترې وپوښتي.

د جلال اباد ښار په تړاو په دې ورستیو کي له بریدونو وروسته د خلکو اندېښنې خورا زیاتي سوي او له مرکزي حکومت غوښتني کېږي چي دې ولایت ته خپل پام زیات کړي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...