افغان ۱۵ کلنه فوټبال ملي لوبډله به نن د ازبکستان په وړاندي ولوبیږي

د مرکزي آسیا هیوادونو ترمنځ د ۱۵ کلنو څخه د کم عمره لوبغاړو په یاد ټورنمنټ کي د افغانستان په ګډون، تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان، ازبکستان او د ایران څخه ۱۵ کلني لوبډلي برخه لري، چي نن افغان ۱۵ کلن ټيم خپله پنځمه او وروستۍ لوبه د کابل په وخت مازدیګر ۵:۳۰ بجي د کوربه ازبکستان ۱۵ کلن ټیم په وړاندي ترسره کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي وایي، چي په یادو سیالیو کي افغان لوبډلي له ایران او تاجکستان څخه لوبي وبایللې، خو قرغزستان او ترکمنستان ته یې بیا ماته ورکړه.

د یادلو وړ ده، چي د مرکزي آسیا ۱۵ کلنو لوبغاړو ترمنځ یادي لوبي د ازبکستان په تاشکند ښار کي د تیري یکشنبي په ورځ پيل سوې او نن دوشنبه پاي ته رسیږي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...