له نن څخه څلور کاله وړاندي په همدې ورځ د هیواد یو پیاوړی مشر، غښتلی او وطن دوست شخص حشمت خلیل کرزی په یوه ځانمرګي برید کي په خپله کلا کي ووژل سو.
هغه خلک چي د شهید حشمت خلیل سره اوسېدلي وايي، حشمت خان یو په وزن پوره، منلی او د دستار سړی و او تل یې د خپلو خلکو او وطن د پرمختګ، ښېرازۍ او بهتري آیندې لپاره فکر کوی.
دوی د نوموړي شهادت د لوی کندهار او په ټوله کي د هیواد لپاره یوه لویه ضایع بولي.
دوی وايي، د حشمت خلیل تشه د هغه تر شهادت څلور کاله وروسته لا هم خورا محسوسه ده او لا هم کلونه غواړي، چي د نشتون خلا یې ډکه سي.
د شهید حشمت خلیل ورور حکمت خلیل کرزی وايي، په هیواد کي د سولي راتګ او د افغانانو ترمنځ د یووالي پیاوړتیا د شهید حشمت خان له لویو هیلو څخه وې او دوی هم ژمن دي، چي یادو هیلو ته د رسېدلو لپاره له هر خنډ او ستونزي تیر سي.
حکمت خلیل کرزي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي که څه هم څلور کاله د مخه، حشمت خان خلیل کرزي، د خلکو او هیواد په لاره کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ؛ خو د دې ستر شخصیت یادونه او خاطري، لا تر اوسه تلپاتي دي.
نوموړي زیاته کړې، چي د شهید د لارې لارویانو ته ډاډ ورکوي چې د هیواد د ترقي او خلکو د یووالي لپاره به هرو مرو د هغه خوبونو ته د عمل جامه اغوندي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون