په زابل کي د افغان امنیتي ځواکونو لخوا بیلابیل تصفیوي عملیات ترسره سوي دي

راپور: نثار احمد څپاند

په داسي حال کي چي د زابل ولایتي ادارې د کال په پيل کي ژمنه کړې وه چي امنیتی ساحه به پراخه کړي اوس چارواکي وایي، تر ډیره حده په دغه هدف کي بریالي سوي دي.

د زابل سرپرست والي رحمت الله یارمل د یوې ځانګړي مرکې په ترڅ کي هیواد تلویزون ته  وویل، د دایچوپان او اټغر په ولسوالیو کي وسله والو مخالفینو ځیني تهدیدونه رامنځ ته کړي وه چي پرخلاف یې ګډو افغان سرتیرو عملیات پیل کړل چي ډیري سیمي يې ځیني ونیولي او د طالبانو بریدونه یې پر شاه وتمبول.

یارمل وویل، د وسله والو یوې لوي ډلي چي پاکستاني پوځیان هم پکښي شامل وه پر اټغر ولسوالۍ یې برید وکړ او غوښتل یې سقوط یې کړي خو د درنو تلفاتو په لیدو بیرته پر شا سول.

د زابل چارواکی وایي، په روانو عملیاتو کی هوايي ځواکونو او ځانګړو سرتیرو رول ډیر زیات و او ګڼ شمیر سیمي یې ځیني پاکي کړيدي.

یارمل زیاته کړه، وسله والو طالبانو چي د خپلو عملیاتو د پیل پر مهال کوم ګواښونه کول یو یې هم نه دی رښتیا سوي ځکه افغان ځواکونو ورته ښه اماده ګي نیولې وه.

که څه هم د زابل ولایتي چارواکي وایي، چي په بیلابیلو ولسوالیو کي ترسره سوي عملیاتو طالبان کمزوری کړي دي خو لا هم هره ورځ په دې ولایت کی امنیتی پيښي رامنځ ته کیږي چي د سرتیرو او طالبانو تر څنګ عامو خلکو ته هم زیان پکښي رسیږي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...