په کندهار کي د چاپیریال ساتني مسٔولین وايي، ډیر ژر به په دغه ولایت کي د چاپیریال ساتني په موخه جدي هڅي پیل کړي

راپور: سید حمید هاشمي

په کندهار کي د ۲۶ بیلا بیلو ادارو تر منځ د چاپیریال ساتني په موخه مشورتي غونډه ترسره سوه.

د کندهار د چاپیریال ساتني ریٔس انجنیر امان الدین حمیدي وايي، چي دوی په کندهار کي د چاپیریال د ککړتیا له امله اندیښنه لري خو د مخنیوي لپار به يې جدي هڅي پیل کړي.

نوموړی وايي، په په بټیو، ځینو موټرانو، نانوایانو او حمامونو کي د زیات دود د تولید له امله چاپیریال ککړ سوی او دوی اوس د نورو ادارو سره په ګډه هڅه کوي تر څو ددغه دود د تولید مخه ونیسي او خلک له پاک چاپیریال څخه برخمن کړي.

بلخوا د افغانستان د چاپیرال ساتني د لوی ریاست اړوند د اوزون د پروګرامونو مسٔول احمد شعیب نورزاد وايي، چي په هیواد کي دا مهال ډیری خلک د ککړ چاپیریال له خطراتو سره مخ دي.

نوموړی وايي، په هوا کي د زیاتو مضرو ګازاتو د خپریدو له امله د اوزون پوړ چي مځکي ته د لمر د مضرو وړانګو د رسیدو مخنیوی کوی اوس سوري کیدو نژدې سوی.

بلخوا د کندهار د ترافیکو مسٔولین مسولین وايي، چي دوی په تیر کال کي په کندهار کي ښار کي ۱۵ عرادي هغه موټران نیولي چي زیات دود يې تولیدوی.

هغه خبرداری ورکړ چي ټول هغه موټران چي زاړه وي او د چاپیریال د ککړتیا لامل کیږي دوی يې نیسي او پرزه کوي يي.

دا په داسي حال کي ده چي هر میاشت سلګونه کسان د هوا د ککړتیا له امله په تنفسي ناروغیو اخته کیږي .

د چاپیریال د ککړتیا لوی لاملونه د موټرانو ، نانوایانو، حمامونو او کارخانو څخه زیات تولیدیدونکی دود دی چي ورځ تر بلي يې خطر زیاتیږي.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...