د کندهار ولایتي شورا وايي، ددې ولایت په شمالي ولسوالیو کي د اوبو ستونزه جدي ده

راپور: محمد یار مجروح

د کندهار د ولایتي شورا مسٔوولین په شمالي ولسوالیو کي د ابو د سطحي د کښته والي له امله اندیښنه ښيي.

دوی وايي، په ولسوالیو کي د اوبو د کمښت له امله په یو شمیر سیمو کي باغونه وچ سوي او خلګ کډه کولو ته اړ سوي دي.

د کندهار د ولایتي شورا رئیس سیدجان خاکریزوال وايي، په ولسوالیو کي د زیاتو برمو وهلو له امله د اوبو سطحه ورځ تر بلي د کښته کیدو په حال کي ده.

دده په خبره یوازي په خاکریز ولسوالۍ کي شاوخوا ۲۴ زره برمې وهل سوي دي.

د کندهار د لایتي شورا رئیس همدا راز زیاتوي چي حکومت او مرسته کوونکي موسیسې باید له هغه کسانو سره مرسته وکړي چي د جګړو او له رواني وچکالۍ له امله زیانمن سوي وي.

دده په خبره د هند هیواد له لوري د مرسته سوو غنمو د ویش لړۍ هم باید ژر تر ژره پيل سي.

د کندهار د ولایتۍ شورا مسٔوولین زیاتوي، چي افغان ځانګړي ځواکونه باید د شپې له لوري د چاپه وهلو پر مهال د بې ګناه کسانو د نیولو او زورلو په برخه کي پام وکړي، او له پوره دقت څخه کار واخلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...