په فراه کي پر موټر د چاودني له امله ۴۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

فراه کي ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت د فراه رود ولسوالۍ په بالاک بلوک سیمه کي د سپرلۍ ګاډۍ په ماین ختلی چي له امله یې ۴۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فراه د والي ویاند محمد نصیر مهري رسنیو ته ویلي، چي موټر د وسله والو له خوا په سړک کي د اېښودل سوي ماین ختلی دی.

پېښه سهار مهال ۴:۳۰ دقیقې سوې او موټر چي له هرات- کابل ته روان و، په لخشک سیمه کي په ماین ختلی دی.

د نوموړي په خبره، په پېښه کي د یوې ښځي په ګډون اته کسان وژل سوي او د مېرمو او ماشومانو په ګډون څلوېښت کسان ټپي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...