رویټرز د شینهوا خبري اژانس له قوله لیکلي، چي نن سهار وختي د چین د هیلونگجیانگ ښار د مرکز هاربین په هارټ سپرېنګ هوټل کي اور لګيدلی دی چي له کبله یې تر اوسه پورې ۱۸ تنه وژل سوي دي.
د اور وژني ټیم د پېښي ځای ته رسېدلی دی.
د پېښې اصلي لامل تر اوسه نه دی په ګوته سوی، خو پولیسو یې په اړه څېړني پیل کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون