د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، له امریکا او افغانستان سره د ښو اړیکو په لټه کي یو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، افغانستان او پاکستان په ګډه پر خپلو ستونزو غور کړی دی او ددغو ستونزو د حل لپاره هڅي رواني دي. نوموړي همدا راز ویلي، چي نړیوالو د افغانستان د سولي لپاره هڅي پيل کړي دي نو پاکستان هم د افغان سولي ملاتړی دی او په دې برخه کي به خپلي هڅي کوي. هغه په یوه خبري غونډه کي ویلي، چي پاکستان له امریکا سره هم ښې اړیکي غواړي خو ددغو اړیکو د تعریف لپاره باید اسلام اباد پوه سي چي واشنګټن په افغانستان کي څه غواړي.

هغه وايي امریکا هم باید د پاکستان اړتیاوي په پام کي ونیسي او د متقابل احترام له لاري باید اړیکي ورغول سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...