سي بي ایس نیوز: په افغانستان کي ملکي تلفات خپل اوج ته رسیدلي

د سي بي ایس نیوز په یوه تحلیل کي راغلي دي چي په تېرو لسو کلونو کي د افغان ملکیانو د تلفاتو شمېره دومره نه وه لوړه سوې لکه په روان ۲۰۱۸ کال کي چي لوړه سوې ده.

سرچینه کاږي چي د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کي ۱۶۹۲ ملکي افغانان وژل سوي وو، خو امریکا بیا هم خپله تګلاره بریالۍ بولي.

په مطلب کي وړاندي راځي چي د افغانستان جګړه ورځ په ورځ خونړۍ کېږي، خو امریکا وايي چي دوی په خپلو موخو کي بریالي دي او کولای سي چي د زور له لارې طالبان د خبرو میز ته حاضر کړي.

سي بي ایس بیا لیکي، چې طالبان د څو کلونو مخکي په پرتله پیاوړي سوي دي او لا ډېر ځایونه یې تر کنټرول لاندي دي.

همدا راز دوی توانیدلي چي پر افغان دولتي تاسیساتو او نظامي ودانیو تهاجمي بریدونه وکړي.

په مطلب کي ویل سوي، چي د امریکا دغه ډول خوشباوري او په افغانستان کي رواني خونړۍ جګړې به د افغانانو ژوند نور هم تریخ کړي او د سوکالۍ لپاره به د دوی هیلې له منځه یوسي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...