راپور: نثار احمد څپاند
سمونوال محمد مصطفی مایار چي شاخوا شل ورځي وړاندي د ولسمشر په امر د زابل ولایت لپاره د نوی امنیه قومندان په توګه ټاکل سوی په راتګ سره یې په دې ولایت کي ځیني مثبت تغیرات لیدل کیږي.
که څه هم د نوموړي په راتګ سره په زابل کي امنیتی پيښي راکمی سوي دي خو ورسره تر څنګ یې نوموړی د پولیسو په لیکو کي اصلاحات راوستل خپل لومړیتوب بولي.
مایار دهیواد تلویزون ته وویل، ((د کورنیو چارو وزارت او ولسمشر د لارښووني سره سم یې اصلاحات پيل کړي دي چي مثبت تاثیرات یې معلوم دي او دا لړۍ به نوره هم دوام وکړي د زابل امنیه قومندان وویل، د پولیسو په اصلاحاتو سره به وتوانیږي چي د ولس باور تر لاسه کړي، د زور واکو او غاصبینو مخه ونیسي او هم په دې ولایت کي د موجود تشکیل په اړه دقیق معلومات تر لاسه کړي چي دا ټول کارونه د ښه امنیت سبب کیږی)).
د زابل امنیه قومندان په داسي حال کي خپله دنده پيل کړه او مثبت بدلونه یې راوستل چي په تیرو څو میاشتو کي د زابل ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کي وسله والو طالبانو پر امنیتي ځواکونو سخت بریدونه وکړل او درانه تلفات یې ور واړول.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون