د کندهار د پوهني ریاست مسٔوولین وايي، که د پوهني وزارت ورسره مرسته وکړي، په نوي ښوونیز کال کي د ټولو بندو ښوونځيو پرانیستو ته چمتووالی لري

کندهار د هېواد له ګرمسېرو ولایتونو دی چي ښوونیز کال په کي د راتلونکي وږي میاشتي په لومړۍ نېټه پیلېږي.

په دغه ولایت کي له کلونو راهیسي د نا امنیو او بېلابېلو نورو ستونزو له امله ۱۵۳ ښوونځي تړل سوي وو چي ۵۰ یې په تېر ښوونیز کال کي پرانیستل سول او ۱۲۳ لا هم تړلي پاته دي.

د کندهار د پوهنې رییس عبدالقادر پیوستون وايي، دوی چمتو دي چي پاته بند ښوونځۍ هم په نوي ښوونیز کال کي پرانیزي خو د پوهني وزارت باید د ښوونکو د تشکیل او نورو خدماتو په برخو کي ورسره مرسته وکړي.

دی وايي، د ټولو بندو ښوونځیو د بیا پرانیستل کیدو په اړه یې د پوهني له وزارت سره خبرې رواني دي او هڅه کوي دلته ټول بند ښوونځي پرانیستل سي.

د نوموړي په وینا، له همدې امله په دې ولایت کي زرګونه ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...