په جلال‌آباد ښار کي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ولایتي دفتر مخ ته چاودني ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

دغه چاودنه سهار ۱۱ بجې او شل دقيقې پر داسي مهال سوې چي د کميسيون مخ ته د ولسي جرګې له وروستي نوملړ څخه د يو ايستل سوي نوماندان جاويد زمان پلويان د اعتراض په توګه راټول سوي وه.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله‌ خوګیاڼی وايي، دوه تنه وژل سوي او څلور نور ټپيان دي.

هغه زیاته کړه چي د مرګ‌ ژوبلې کره شمیره او د چاودني څرنګوالی تر اوسه څرګند سوی نه دی.

تر اوسه د پېښي له ځایه دوه مړي او څلور ټپيان حوزوي روغتون ته لیږدول سوي، چي د یو تن ټپي حالات هم نازک دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...