د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غوښتنه یې له غزې او لوېدیځي تړانګي سره کېدونکې ۲۰۰ میلیون ډالره اقتصادي مرسته ځنډولې ده څو میاشتې وړاندي هم امریکا له فلسطین سره د ملګرو ملتونو له لارې کېدونکې ۶۵ میلیون ډالره مرسته ځنډولې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه پریکړه یې تر ارزونو وروسته کړې ده.
د امریکا او فلسطین ترمنځ اړیکي د ډونالډ ټرمپ له ولسمشر کیدو راهیسي مخ په سړېدو دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ اعلان وکړ، پتېیلي یې ده له فلسطین سره کیدونکې ۲۰۰ میلیون ډالر مرسته په بل ځای کي چي بېړنی لومړیتوب ولري ولګوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون