د اندونیزیا حکومت ویلي ددوی وروستۍ شمېرې ښيي چي په دغه زلزله کي ۱۲۳۴ کسان وژل سوي او زرګونه نور ټپیان دي.
رسمي سرچیني وايي چي د زلزلې له امله د اوښتي مالي زیان کچه تر دې دمه نه سي اټکل کېدلای.
د جمعې په ورځ د اندونیزیا په ساحلي سیمو کي قوي زلزله وسوه.
په زلزله کي زرګونه کورونه، دولتي ودانۍ، روغتونونه، ښوونځۍ او نور تاسیسات نړیدلي دي.
ددغه هیواد حکومت له نړیوالو غوښتنه وکړه، چي له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.
د وروستیو شمیرو تر خپرولو وروسته ددغه هیواد حکومت ویلي چي ښایي دا شمیره نوره هم لوړه سي، ځکه په ډیرو سیمو کي د مړو د را ایستلو عملیات لا نه دي بشپړ سوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون