راپور: نقیب صدیقي
په کندهار کي یو شمېر سوداګرو د ولسي جرګې له کاندیدانو سره وکتل او د هغوی سره یې خپلي ستونزي شریکي کړې.
د سایپ ادارې د پروګرامو مشر په دغه غونډه کي وویل، خصوصي سکتور زیاتي ستونزي لري نو ځکه سوداګرو وغوښتل چي د ولسي جرګې له نوماندانو سره وګوري او خپلي ستونزي ورسره شریکي کړي تر څو د هغوی د بریا په پایله کي د سوداګرو ستونزو ته پوره متوجه وي.
ده وویل، د سوداګرو عمده ستونزي، د برېښنا، د مځکي نه شتون، د ګمرکي تعرفي لوړوالی، د بهرنیو اموالو غیرقانوني واردات او نوري ستونزي دي.
په غونډه کي دغه راز د کندهار یو شمیر سوداګرو وویل، په خصوصي سکتور کي ستونزي تر دې اندازې زیاتي سوي چي دوی مجبوره دي خپلي پانګي وباسي.
دوی وویل، په وار وار کابل ته ورغلي خو د ستونزو د حل په برخه کي ورسره هیڅ وکیل همکاري نه ده کړې.
دوی وایي، سر له اوس څخه غواړي چي نوي کاندیدان په خپلو ستونزو پوه کړي تر څو په راتلونکي کي د خصوصي سکتور ستونزي جدي ونیسي او په اړه یې له دولت څخه د حل غوښتنه وکړي.
په دغه غونډه کي یو شمېر د ولسي جرګې نوماندانو هم خپلي طرحي او تګلاري بیان کړې او د سوداګرو سره یې ژمني وکړې چي په پوره ډول به یې له حقوقو څخه دفاع کوي او ستونزي به یې تر اړوندو مسوولینو رسوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون