ولسمشر غني: پاکستان دي خپله نا اعلان سوې جګړه پای ته ورسوي

افغان ولسمشر وایي پاکستان دې له افغانستان سره خپله نا اعلان سوې جګړه پای ته ورسوي. ولسمشر غني له یو شمېر ځوانانو سره د لیدنې پر مهال ویلي، د سیمي هیوادونه په تیره پاکستان باید دا مسئله درک کړي، چي د ټولي سیمې ثبات د افغانستان په امنیت او ثبات کي نغښتی دی.

دده په وینا پاکستان له افغانستان سره نا اعلان سوې جګړه پيل کړې ده او ددې وخت دی چي دغه جګړه پای ته ورسوي.

نوموړي له ځوانانونو سره د خبرو پر مهال وویل، چي افغانستان له سختو شرایطو تیرېږي او افغان حکومت هڅه کوي د سولي پروسه یوې نتیجي ته ورسوي.

دده په وینا سوله، ټاکنې او امنیت د حکومت لومړیتوب دی او په دې برخه کي لاس ته راوړني هم لري.

هغه له ځوانانو وغوښتل چي د خپل حکومت ملاتړ وکړي او د ښې راتلونکي لپاره دې هیله من وي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...