په روسیه کي د ۲۰۱۸ میلادي کال د فوټبال د نړیوال جام سیالیو کي تېر ماښام څلور لوبې وسوې.
اروګوئه درې د صفر په مقابل کې روسیې ته ماته ورکړه.
سعودي عربستان د خپل حریف مصر څخه درې د صفر پر وړاندې لوبه وګټله.
د اسپانیا او مراکش لوبه دوه -دوه او د ایران او پرتګال لوبه یو د یو په وړاندې مساوي سوه.
د ایران د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخي که څه هم یو شمېر تندلارو دیني عالمانو اعتراضونه وکړل خو تېره شپه د تهران د آزادۍ په سټوډیوم کي ښځو پر یوه لوی سکرین د دې لوبي ننداره وکړه.
په تېرو څلوېښتو کلونو کې یوازې دوه ځلي په ایران کي مېرمنو ته د دې کار اجازه ورکړل سوې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون