د تښتول سویو کارکوونکو چي شمېر یې ۴۳ تنه دي، یو شمېر خپل او خپلوان وايي، چي د کورنۍ غړو یې له امنیتي خطرونو سره سره له ډېر مجبوریته د سړک جوړوني له دغه شرکت سره کار کاوه.
د کندهار چارواکي وايي، تښتول سوي کسان د ډیورند کرښي ها خوا د بلوجستان ایالت په ګلستان سیمه کي ساتل کېږي او دوی هڅه کوي چي هغوی د قومي مشرانو په منځګړیتوب راخوشې کړي.
وسله والو طالبانو چي د تېرې جمعې په ورځ د دې پېښي مسؤلیت اخیستی، ویلي یې وو چي د حملي هدف یې امنیتي ساتونکي وو او او یرغمل کارګر بېرته خوشې کوي، خو د څلورو ورځو په تېریدو سره تر اوسه د هغوی د خوشې کېدو څرک نه لګېږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون