د کابل کندهار پر لویه لار جګړه روانه ده او دا لار د مسافرو پر مخ تړلې ده

د رسنیو د راپورونو له مخي وسله والو طالبانو په شیخ اباد سیمه کي یو پل الوځولی دی او په دې توګه یې د موټرونو د تګ راتګ لار بنده کړې ده.

وسله والو طالبانو سهار وختي پر دې لار تلونکو موټرونو ته هم خبرداری ورکړی و، چي طالبان پر دغه لار عملیات کوي او موټرونه دي له تګ ډډه وکړي.

د میدان وردګو ولایت د والي ویاند عبدالرحمن منګل هم یاده پېښه تایید کړې ده. دده په وینا په سیمه کې امنیتي تهدیدات سته دي خو امنیتي ځواکونه یې پر وړاندې مقاومت کوي.

منګل زیاته کړې، چي دمګړی لاره د ترافیکو پر مخ تړلې ده خو امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې ژر تر ژره دغه لار بېرته پرانیزي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...