د پاکستان د پوځ ویاند آصف غفور وايي چي یوه الوتکه یې پرون او بله په سه شنبې ورځ وېشتلې ده.
دده په خبره د یادو الوتکو ټوټې له دوی سره دي.
هند بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
آصف غفور وایي په کشمیر کي د هند ټول حرکات څاري او د تخلف په صورت کي به پر هندي ځواکونو بریدونه کوي.
پاکستان داسي مهال دغه ادعا کوي، چي تېره ورځ د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پاکستان یو نه اصلاح کیدونکی هیواد وباله.
ده په خپله مرکه کې ویلي وو، پاکستان سره جګړه هم ګټوره نه ده، ځکه دغه هېواد نه په جګړه او نه هم په خبرو اصلاح کیږي. یادو څرګندونو په پاکستان کي غبرګون پارولی دی. پاکستاني چارواکي او مبصرین دغه خبري پاکستان ته سپکاوی بولي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون